ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د پاکستان د پوځ د مشر قوماندان د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هېچا ته د نورو پر وړاندې د افغانستان د خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي.
تېره ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز «عاصم منیر» د بلوچستان ژوب ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ته اندېښمن دی.
هغه له طالبانو څخه غوښتي وو چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او هېڅ وسلهوالې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.
همدارنګه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ هم په یوه خبري غونډه کې د اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د نه کارولو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.
زهرا بلوچ زیاته کړې وه دا د اسلامي امارت مسووليت دى چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرخلاف ونه کارول شي .
خو په افغانستان کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل بیا په دې ویلي چې د دوی دریځ روښانه دی او هېڅ وسلهوالې ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.
هغه ویلي، د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې خاوره به یې د هېچا پر ضد نا کارول کېږي.